د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي په ننګرهار کې له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر په ملتیا د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند مملي باغ له تاریخي سیمې او د ښېوې ولسوالۍ اړوند د ناکامورا له سیاحتي او تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي اسد وویل: هڅه به وشي چې په یاده سیمه کې سیلانیانو ته د تفریح په موخه امکانات برابر شي. نوموړي همدارنګه د مملي باغ د تاریخي دیوال د ترمیم او بیارغونې یادونه هم وکړه.
دغه راز یاد پلاوي د ښېوې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ناکامورا له سیاحتي او تفریحي پارک څخه هم لیدنه وکړه او زیاته یې کړه؛ هڅې به وشي چې د ناکامورا په تفریحي پارک کې د سیاحت کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د یو باب جومات او د کانټینونو جوړولو زمینه هم برابره شي.
د یاد پلاوي د دې سفر موخه د تاریخي او سیاحتي سیمو د وضعیت ارزونه، د شته امکاناتو پېژندنه او د ګرځندوی سکتور د ودې په موخه د لازمو اسانتیاوو برابرول دي.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS