د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل د ۲۰مې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار اسیاب) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي او د یاد کمېسیون غړي سیدمحمود واکمن له رسنیو سره د کمېسیون د فعالیتونو او فرهنګي چارو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه
ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بېمفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۱۲۰لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.
۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق
