هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۴۶
...

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه، چې دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی، یو شمېر مجاهدینو، علماوو، فرهنګیانو او د دغه ولایت اوسېدونکو پکې ګډون کړی و، د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ورځې نمانځنه د مهمو تاریخي پېښو د ژوندي ساتلو، د افغانستان د خلکو د مبارزو د معرفي کولو او نوي نسل ته د تاریخي ارزښتونو د لېږد په موخه ترسره کېږي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی په دې مراسمو کې وویل: د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د هېواد د دفاع په لار کې د افغانستان د خلکو د مېړانې او سرښندنو ته د درناوي څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلکو د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې د سترو قدرتونو پر وړاندې مقاومت کړی او په تېرو سلو کلونو کې یې درې ستر نړیوال قدرتونه مات کړي دي.

نوموړي همداراز وویل: د اسلامي امارت یو شمېر مشران په بېلابېلو پړاوونو کې د شوروي ځواکونو او د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو پر وړاندې په جهاد او مقاومت کې حضور درلود. هغه د تېر شل کلن اشغال د دورې په اړه وویل: د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال هغه کسان چې جهادي لیدلوری یې درلود، له بېلابېلو فشارونو او چلندونو سره مخ کېدل.

پخوانیو مجاهدینو؛ وکیل احمد مجاهد او استاد سیداحمد قتالي د سترو قدرتونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو بریا د مقاومت، ټینګ هوډ او د الهي نصرت پایله وبلله.

د یادونې وړ ده، چې د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د هېواد په تقویم کې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې له مهمو تاریخي پېښو څخه ګڼل کېږي.

۱۴۴۸/۳/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۵۲
Background image

ننګرهار کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د دې ولايت د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۴۶
Background image

هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه، چې دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی، یو شمېر مجاهدینو، علماوو، فرهنګیانو او د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د آزادۍ ورځو( د زمري ۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت ولسي مشاعرې ترسره شوه

سه‌شنبه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۴مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ترنم او ترانو ریاست له لوري د هېواد د آزادۍ ورځو (د زمري۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت په غازي. . .

BACK TO NEWS