د مطبعو، فوټو کاپيو، کتاب خپرندویانو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر اصیل ځاځي په شتون کې د پکتیا ولایت اړوند د مطبعو، فوټو کاپیو، کتاب خپرندویانو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ قانون او طرزالعمل د ښه طبیق په موخه ناسته وکړه.
د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د یادې ناستې پرمهال وویل: د لیکوال له اجازې پرته د دوی د لیکنو او کتابونه چاپ کول غیر قانوني کړنه ده او له دې کار څخه باید په جدي توګه ډډه وشي، تر څو د کتاب ارزښت او د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي.
ښاغلي مخلص زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې هېواد کې د کتاب چاپ لا معیاري کړي ترڅو د لیکوالانو حقونه خوندي پاتې شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر وویل: د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کاپي رایټ قانون د تطبیق په برخه کې دوامداره هڅې کړي دي، د چاپخانو او کتاب پلورنځیو ستونزې څېړل شوي او د حل لپاره اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.
دغه راز د مطبعو، فوټو کاپيو، کتاب خپرندویانو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د کاپي رایټ قانون د تطبیق په برخه کې به پوره همکارۍ وکړي، دوی خپل یو لړ ستونزې هم له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق
