په مالستان او اجیرستان ولسوالیو کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۲
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ په مالستان او اجیرستان ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو او زده‌کوونکو  ته د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له هېواد څخه بهر فعالیت کوونکو رسنیو ته چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف خپرونې لري پام ونه کړي.
نوموړي د ناوړه دودونو فرمان د تشریح تر څنګ د رسنیزې پوهې او د درواغو خبرونو او اوازو د پېژندلو د لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ځینې بهرنۍ رسنۍ د ژورنالیزم اصول او اخلاق نه مراعتوي. ښاغلي نثار له ځوانانو څخه وغوښتل چې د تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې هوښیار واوسي او د بهرنیو هېوادونو له خوا د ملاتړ کېدونکو رسنیو تر اغېز لاندې رانشي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز استاد انورالحق عمر د ټولنې د فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه وینا وکړه او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د مالستان او اجیرستان ولسوالیو مسئولینو او ځوانانو د ورته پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل او د دغو پروګرامونو د دوامداره جوړیدو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۵
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس کونړ ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۲
Background image

په مالستان او اجیرستان ولسوالیو کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ په مالستان او اجیرستان ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو او زده‌کوونکو  ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

لوګر کې له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه. . .

BACK TO NEWS