د مطالعې فرهنګ عامول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کاري لومړیتوبونو څخه دي

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۴۸
..

دغه څرګندونې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملاحمیدالله نثار د دغه ولایت د کتاب‌پلورونکو اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي نثار وویل: د اسلامي او افغاني اصیل فرهنګ وده او د مطالعې فرهنګ عامول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کاري لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کیږي، چې په ټولنه کې کتاب د ځیرکو موبایلونو او ټولنیزو شبکو بدیل وګرځول شي.
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د کتاب‌پلورونکو ملاتړ ته ژمن دی او د کتاب پلورنکو اتحادیې غړي هم باید د هغو کتابونو په پېژندنه او راټولولو کې چې د حکومت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي لا ډېره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د کتاب‌پلورونکو اتحادیې مسؤلینو او غړو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د البیروني عامه کتابتون ته د یو خصوصي ښوونیزې ادارې مسؤل محمدحسن قاسمي له خوا دیني، ادبي، تاریخي او عصري علومو لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول.

۱۴۴۸/۱/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي، د لرغون پیژندنې رئیس مولوي سید ذبیح‌الله سادات، د ملي. . .

BACK TO NEWS