د فرهنګ او هنر معین د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۰
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي، د لرغون پیژندنې رئیس مولوي سید ذبیح‌الله سادات، د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت‌الله عابد، د ملي ارشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د ترنم او ترانو رئیس مولوي امین‌الله مستغفر په ملتیا د کابل له بالاحصار تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د کابل بالاحصار په تاریخي سیمه کې د ترسره شویو فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
د آغاخان فرهنګي بنسټ مسؤلینو د بالاحصار د تاریخي مخینې، فرهنګي او تاریخي ارزښت، همداراز په دې سیمه کې د ترسره شویو حفاظتي فعالیتونو او کیندنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین په خپلو خبرو کې د بالاحصار د ساتنې او په دې سیمه کې د کیندنو په برخه کې د آغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او د دغې تاریخي سیمې د معرفي او مستندسازۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د یاد بنسټ له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د کابل بالاحصار اړوند کره تاریخچه، انځورونه او مستند معلومات راټول او د مجلې یا بروشور په بڼه یې ترتیب او د خپرولو لپاره چمتو کړي، ترڅو د خلکو او لېوالتیا لرونکو کسانو لپاره د دې تاریخي او فرهنګي سیمې د لا ښه پیژندنې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS