د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه ( ۱۴۴۷ د محرم الحرم ۲۰مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ یاد معينيت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د تجلا او چنار راډیوګانو ستونزې او د ځینو خبریالانو حقونو ته د رسیدو په څرنګوالي باندې بحث وشو او د کمېسیون د غړو له لوري يې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د یادو ستونزو د حل په موخه کمیټې وټاکل شوې، تر څو ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او راتلونکي غونډې ته يې راپور وړاندې شي.
۱۴۰۵/۴/۱۵ هـ ش
