د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
..

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین مولوي قدرت الله جمال سره په لیدنه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د لیدنې په پیل کې د یادې اتحادیې مسئولینو چې د کابل په ګډون له کندهار، ننګرهار، خوست، جوزجان، سرپل او فراه ولایتونو څخه راغلي وو، د اتحادیې غوښتنو ته د رسیدنې، ملاتړ او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه.
دوی همدارنګه د مالیاتو د ورکړې، خدماتي فیس، جوازونو د وېش او نورو برخو کې د اتحادیې یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او د وزارت او نورو اړوندو امارتي ادارو له لوري یې د رسیدنې غوښتنه وکړه، یادو مسئولینو ژمنه وکړه، چې د خپلو شرکتونو د خدمتونو د ښه والي او لا معیاري کېدو لپاره به هڅې وکړي.
ورته مهال د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین، د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې د مسئولینو غوښتنو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د اړوندو امارتي ادارو له مسؤلینو سره شریکې کړي.
ښاغلي جمال صاحب په هېواد کې د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو له لوري د باکیفیته او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یادو شرکتونو د فعالیتونو ملاتړ کوي او اړینې اسانتیاوې ورته برابروي.
د لیدنې په پای کې، د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو ته یو لړ سپارښتنې وشوې او د هېواد د ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د دغه شان ناستو پر دوام ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

BACK TO NEWS