په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت فرهنګي آتشې (د نړۍ رنګونه) ترعنوان لاندې په جوړ شوي نندارتون کې ګډون وکړ.

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۲۸
..

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت فرهنګي آتشې ښاغلي فضل الهادي حمزه د تريتياکوف ګالري په ودانۍ کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزارت لخوا د بهرنيو ډيپلوماټانو د تخليقي کارونو (د نړۍ رنګونه) ترعنوان لاندې په جوړ شوي نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول څانګې په ملاتړ د روسیې د فدراسیون د فرهنګ وزارت سره په ګډه ترسره شوی دی او د دوهم کال لپاره د انټرمیوزیم نړیوال فستیوال په پروګرام کې هم شامل دی، چې ياد نندارتون به د درېيو ورځو لپاره پرانیستی وي.
د يادونې وړ ده، چې په ياد نندارتون کې روسيې مېشت افغان انځورګر ښاغلي ذبیح پيکان هم خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړل، چې د ګډون کوونکو د ځانګړې پاملرنه وړ وګرځیدل او د نندارتون د مشرتابه لخوا د افغان انځورګر انځورونه د لومړي مقام په توګه وستايل شول.
ښاغلي ذبيح پيکان په مسکو کې د ا.ا.ا لوی سفارت فرهنګي آتشې لخوا ياد نندارتون ته ورپېژندل شوی و.

۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

خوست او هلمند ولایتونو کې مشاعرې ترسره شوې

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د جهادي ادب او ترنم د ستورو د خدمتونو د درناوي په موخه مشاعره ترسره شوه او همدارنګه د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د کاپي‌ رایټ اصولو د تطبیق  په موخه د مطبعو او کتاب خپرندویه ټولنو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي‌ رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دې ولایت د امارتي او خصوصي مطبعو، فوټو کاپیو، کتاب خپرندویه ټولنو او. . .

BACK TO NEWS