د بغلان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه څو لرغوني آثار موندل شوي دي
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یې ۱۷ لرغوني آثار موندلي دي.
د مسؤلینو په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهانو ټیم له لوري د ترسره شویو سروېګانو په پایله کې د بغلان مرکز اړوند څلورم سړک په (کافر کلا) لرغونې سیمه کې د کوشانيانو دورې پنځه ډوله ډبرین ابزار موندلي، چې په دغو ابزارو کې د مېخ وهلو ډبره، د میچنې پاسنۍ برخې ډبره او یو شمېر مات او نیمګړي ډبرین آثار شامل دي او دغه آثار د دې سیمې د لرغوني تمدن څرګندونه کوي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې سربېره پر دې د کافر کلا په لرغونې سیمې کې د خټینو لوښو ۱۱ ټوټې پاتې شوني او یوه بله ټوټه د ۸م او ۹م سړکونو ترمنځ سیمې څخه موندل شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دغو آثارو ارزښت ته په اشارې وویل: موندل شوي آثار ځانګړی تاریخي او فرهنګي اهمیت لري او کولای شي د لرغونو دورو، په ځانګړي ډول د کوشانيانو دورې د ښې پېژندنې لپاره مهم رول ولوبوي.
۱۴۴۷/۱۰/۷ هـ ق
