غور کې له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۲
..

د غور اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د محلي رسنیو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ لا زیاتوالي او پر وخت او دقیقو معلوماتو رسولو په موخه غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو ستونزې څېړولو ترڅنګ د اطلاع رسونې بهیر د ښه‌والي په اړه خبرې وکړې او د پاکستان د پوځي رژیم له خوا د هېواد پر خاورې د وروستي تېري اړوند د خبرونو او راپورونو د خپرولو په برخه کې د دوی ترسره کړو هڅو څخه مننه وکړه.
نوموړي رسنیز کار یو مهم مسوولیت وباله او د ټولو رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د مهمو موضوعاتو رسنیز کولو په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي څو راپورونه پر وخت خپاره شي.
په دې غونډه کې د رسنیو مسؤلینو هم معلوماتو ته د لاسرسي، د رسنیو د ملاتړ، د رسنیزو چارو د اسانتیاوو او د رسنیو د میاشتنیو غونډو د جوړولو په برخه کې د محلي ادارې د رهبرۍ او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ؛ هڅې به کوي، چې د رسنیزو اصولو په پام کې نیولو سره د نظام ټول فعالیتونه، لاسته راوړنې او د خلکو ستونزې انعکاس کړي.

۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS