غور کې له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Mar 11 2026 10:32 AM
..

د غور اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د محلي رسنیو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ لا زیاتوالي او پر وخت او دقیقو معلوماتو رسولو په موخه غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو ستونزې څېړولو ترڅنګ د اطلاع رسونې بهیر د ښه‌والي په اړه خبرې وکړې او د پاکستان د پوځي رژیم له خوا د هېواد پر خاورې د وروستي تېري اړوند د خبرونو او راپورونو د خپرولو په برخه کې د دوی ترسره کړو هڅو څخه مننه وکړه.
نوموړي رسنیز کار یو مهم مسوولیت وباله او د ټولو رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د مهمو موضوعاتو رسنیز کولو په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي څو راپورونه پر وخت خپاره شي.
په دې غونډه کې د رسنیو مسؤلینو هم معلوماتو ته د لاسرسي، د رسنیو د ملاتړ، د رسنیزو چارو د اسانتیاوو او د رسنیو د میاشتنیو غونډو د جوړولو په برخه کې د محلي ادارې د رهبرۍ او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ؛ هڅې به کوي، چې د رسنیزو اصولو په پام کې نیولو سره د نظام ټول فعالیتونه، لاسته راوړنې او د خلکو ستونزې انعکاس کړي.

۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق