پاتو ولسوالۍ کې دوه لرغونې سیمې کشف شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۰
..

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس پاتو ولسوالۍ ته د سفر پرمهال دې ولسوالۍ کې دوه لرغونې سیمې کشف کړې.
د مسوولینو په وینا؛ د دې سفر موخه د پاتو ولسوالۍ د تاریخي آبداتو ارزونه، سروي او ثبتول دي، مسؤلینو تاریخي آثار د ټولنې ګډ میراث وباله او د دغو اثارو د کشف کولو او ساتلو په برخو کې یې د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
مسؤلینو زیاته کړه، چې پاتو ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې یې دوه تاریخي سیمې سروي او ثبت کړې، لومړۍ یې د خچوزي په سیمه کې د شیر بابا (شاه مردان) زیارت دی، چې تاریخي مخینه یې د خلفاوو راشدینو دورې ته رسېږي او نیلي ښار څخه ۲۵ کیلو مټره لرې موقعیت لري او دویم یې د فتح زي په کلي کې د سید کلبي ارباب زیارت دی، چې تاریخي مخینه یې ۳۰۰ کاله مخکې وخت پوره رسېږي او د نیلي ښار څخه ۲۳ کیلو مټره لرې موقعیت لري.
د سیمې اوسېدونکي وایي، هر کال د پاتو ولسوالۍ او نیلي ښار اړوندو سیمو څخه ګڼ شمېر خلک یادو زیارتونو ته راځي او ځایي اوسېدونکو د ولایت له مقام او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دغو زیارتونو د احاطې دېوال د بیا رغولو غوښتنه وکړه، چې د مسوولینو له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۹/۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

BACK TO NEWS