پروان کې د ۱۳مې ګڼې فرمان تشریح په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو
د پروان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۳ ګنې فرمان چې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د ځوانانو د عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د یاد فرمان تشریح او د انساني قاچاق د ناوړه پایلو په اړه ځوانانو ته پوهاوی ورکول یاد کړل او زیاته یې کړه؛ چې یاد فرمان تشریح کول ځوانان د انساني قاچاق له خطرونو خبروي، انساني قاچاق نه یوازې د هېواد قوانینو خلاف عمل دی، بلکې یو غیر انساني او د بشري کرامت ضد عمل هم ګڼل کېږي.
مسؤلینو د سیمینار په ترڅ کې ۱۳مه ګنه فرمان تشریح کړ او د انساني قاچاق په اړه یې معلومات وړاندې کړل، دغه راز د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام له نظره د انساني قاچاق خطرونه بیان کړل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې په انساني قاچاق کې ښکېل نه شي.
۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق
