خوست کې د کتاب لوستنې کلتور دودولو په موخه روزنیز سيمينار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۲۶
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ د کتاب لوستنې کلتور دودولو په موخه يو ورځنی روزنیز سيمينار وړاندې شو.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئيس، په ټولنه کې د مطالعې کلتور عامولو په موخه د کتاب او مطالعې په برخه کې د ورته سيمينارونو جوړول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د علم او مطالعې پياوړتيا د ټولنې د فکري ودې اساسي اړتیا ده.
د عامه کتابتونونو رئيس دوکتور رفيع الله صميم وويل: د خوست فرهنګي ځوانان د هېواد په کچه ويښ او بيداره ځوانان دي، تل يې په فرهنګي ډګر کې مهم رول لوبولی دی، د عامه کتابتونونو رياست به امکاناتو ته په کتو د خوست او هېواد په ټولو ولسوالیو کې عامه کتابتونونه جوړ کړي، د ليکوالانو، شاعرانو او فرهنګي شخصيتونو د هڅونې او د وړتیاوو لوړولو لپاره به بېلابېل پروګرامونه او روزنیز سيمينارونه جوړ کړي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه؛ د اسلام مبارک دين پيل د اقرا (ولوله) په امر شوی، چې دا د لوست او کتابت ارزښت څرګندوي، هغه مهال چې د مسلمانانو په لاس کې قلم او کتاب و، په نړۍ يې واکمني کوله، زموږ علماوو خپل ژوند له کتاب او مطالعې سره تېر کړی دی، که مسلمانان يو ځل بيا د علم او ټکنالوژۍ پر لور مخه کړي، کولای شي له اوسنیو نړيوالو ستونزو سره اغېزمنه مقابله وکړي.
دغه راز سیمینار کې نورو ویناوالو هم د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ لکه څنګه چې سالم بدن ښې غذا ته اړتيا لري، همدا راز د ذهن د ودې لپاره کتاب او مطالعې ته اړتیا لري، مطالعه د مثبتو بدلونونو لامل ګرځي، مطالعه د فصاحت، بلاغت او منطقي فکر کولو وړتيا پياوړې کوي، ویناوالو، ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د مطالعې لپاره انګيزه پيدا کړي او د ډيجيټل وسايلو پر ځای له چاپي کتابونو ډېره ګټه واخلي.

۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS