ګرځندویانو لپاره د خدماتو په څرنګوالي، د ګرځندویانو د امنیت او ویزو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۵۱
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادراي چارو معین مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د ګرځندوی اړوندو ادارو له مسؤلینو سره ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د ګرځندویانو لپاره د خدماتو په څرنګوالي، د ګرځندویانو د امنیت او د ویزو په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او حج او عمرې ته د تلونکو لپاره د لا ښو شرایطو د برابرولو په اړه خبرې وشوې، ترڅو د ټولو اړوند ادارو په پوره همغږۍ کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د ګرځندوی سکتور په برخه په دوامداره همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا د هېواد د اقتصاد په وده کې اغیزمن رول لري، چې د اړوندو ادارو په پوره همغږۍ سره دغه سکتور په ښه توګه وده کولای شي.
ښاغلي جمال زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحتي شرکتونو د لا معیاري کولو او ګرځندویانو ته د لا غوره خدماتو وړاندې کولو په برخو کې پوره هڅې کوي.
ورته مهال د بېلابېلو ادارو مسؤلینو د ګرځندوی سکتور په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ او د دې سکتور پیاوړتیا یې د ټولو ګډ مسؤلیت وبلله.

۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۴
Background image

وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند په وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو بیوزلو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د علم زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان. . .

BACK TO NEWS