د دولتي او خصوصي مطبعو، ډيجيټل چاپ خونو له مسؤلينو او لوحه لیکوونکو سره ناسته وشوه
فاریاب کې د لوحو د اصلاح کمیسیون د طرزالعمل د تشریح، په اعلاناتي لوحو کې د بهرنیو کلمو د کارونې د مخنیوي او د اصنافو د لوحو د اصلاح په موخه د دولتي او خصوصي مطبعو، ډيجيټل چاپ خونو له مسؤلينو او لوحه لیکوونکو سره ناسته وشوه.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د یاد طرزالعمل محتوا ګډونوالو ته تشریح کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د اعلاناتي او اصنافو لوحو د چاپ پر مهال له بهرنیو کلمو کارونې څخه ډډه وکړي او پر ځای یې په محلي ژبو له بدیلو کلمو څخه استفاده وکړي.
۱۴۴۷/۷/۹هـ ق
