له فریلانسینګ زده کړو څخه د زده‌کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۲
..

یکشنبه نېټه (د ۱۴۴۸ د ربیع‌الثاني ۲۸مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست، د اسلامیک ریلیف مؤسسې په مالي همکارۍ، په بلخ او کابل ولایتونو کې د ۱۵۰ تنو ځوانانو لپاره د فریلانسینګ درې‌میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی و، چې نن یې د فراغت مراسم ترسره او د دغه پروګرام ګډونوالو ته یوه یوه پایه لپټاپ کمپیوټرونه ووېشل شول.
په دغو مراسمو کې د ځوانانو چارو رئیس سید محمد داوود آغا، په افغانستان کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې عمومي مسؤول محمد ذوالقرنین عباس، د یادې مؤسسې د روزنیزو پروګرامونو مسؤول سید محمد کبیر ویاړ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو او د پروګرام فارغ شویو زده کوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې، د ځوانانو چارو رئیس سید محمد داوود آغا د ځوانانو علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې او نورو مؤسسو له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زمینې برابرولو ته ژمن دی او تر دې مهاله یې له بېلابېلو مؤسسو سره د ځوانانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو په موخه هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.
ښاغلي محمد داوود آغا له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل؛ چې د خپل علمي ظرفیت د لوړولو لپاره له برابر شويو فرصتونو څخه ګټه واخلي. همدارنګه نوموړي د دې مؤسسو له استازو څخه وغوښتل، چې د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو په جوړولو او پلي کولو کې هم همکاري وکړي.
د غونډې په لړ کې، په افغانستان کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې عمومي مسؤول محمد ذوالقرنین عباس د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: یادې مؤسسې په بېلابېلو ولایتونو کې د بې‌وزله ځوانانو لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کړي او په راتلونکي کې هم د نورو روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو پلان لري.
ورته مهال د یادې مؤسسې د روزنیزو پروګرامونو مسؤول سید محمد کبیر ویاړ د مؤسسې د روزنیزو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د فریلانسینګ دغه درې‌میاشتنی روزنیز پروګرام د ۱۵۰ تنو ځوانانو لپاره جوړ شوی و، چې له ډلې یې ۵۰ تنه په بلخ او ۱۰۰ تنه په کابل ولایت کې وروزل شول.
په پای کې، د فریلانسینګ له پروګرام څخه د فارغ شویو ځوانانو په استازیتوب یو زده کوونکي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اسلامیک ریلیف مؤسسې څخه مننه وکړه او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS