د فرهنګي میراثونو او چاپیریال ساتنې کمېټې ناسته وشوه
د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو او چاپېریال ساتنې کمېټې درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس، د بازارک ښاروال او د کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده د فرهنګي میراثونو او چاپیریال ساتنې په ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: د تاریخي آثارو او طبیعي سرچینو ساتنه د اسلامي امارت او ولس ګډ مسؤلیت دی او اړینه ده، چې پدې برخه کې اغیزمن او عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي ملک زاده زیاته کړه؛ د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د سیمه ییزو خلکو فعاله ونډه، د فرهنګي میراثونو او چاپیریال په ساتنه کې مهم رول لري.
دغه راز د چاپیریال ساتنې رئیس محمد محفوظ کوهستاني پنجشېر ولایت د چاپېریال اوسنی حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي او د اصولو د رعایت پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاريو پیاوړتیا او د فرهنګي میراثونو او چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ښوونیزو او فرهنګي پروګرامونو په جوړولو پریکړې وشوې.
۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق
