د فرهنګي میراثونو او چاپیریال ساتنې کمېټې ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۶
..

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو او چاپېریال ساتنې کمېټې درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس، د بازارک ښاروال او د کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک‌ زاده د فرهنګي میراثونو او چاپیریال ساتنې په ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: د تاریخي آثارو او طبیعي سرچینو ساتنه د اسلامي امارت او ولس ګډ مسؤلیت دی او اړینه ده، چې پدې برخه کې اغیزمن او عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي ملک زاده زیاته کړه؛ د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د سیمه‌ ییزو خلکو فعاله ونډه، د فرهنګي میراثونو او چاپیریال په ساتنه کې مهم رول لري.
دغه راز د چاپیریال ساتنې رئیس محمد محفوظ کوهستاني پنجشېر ولایت د چاپېریال اوسنی حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي او د اصولو د رعایت پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاريو پیاوړتیا او د فرهنګي میراثونو او چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ښوونیزو او فرهنګي پروګرامونو په جوړولو  پریکړې وشوې.

۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رونمایی کتاب (شهدای لیلةالقدر)

ریاست کتاب‌خانه‌های‌عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب (شهدای لیلةالقدر) تألیف قاری شمشاد حذیفه بریا در تالار کتاب‌خانه‌های عامه رونمایی کرد.
در مراسم رونمایی کتاب،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

نمایشگاه کتاب (جلوه دانش) در پوهنتون غزنی برگزار شد

ریاست اطلا عات و فرهنگ ولایت غزنی به همکاری ریاست پوهنتون و اداره فرهنگی و فکری الکوثر نمایشگاه یک‌روزه کتاب را در محوطه پوهنتون این ولایت راه‌اندازی نمود.
شیخ عبدالمالک محسن رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

BACK TO NEWS