په شکین ولسوالۍ کې د ( عَلَیْکُم بِسُنَّتِی )کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۴۹
..

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري په شکین ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۵۰ تنو زده کوونکو، طالب العلمانو او ځوانانو ترمنځ د ( عَلَیْکُم بِسُنَّتِی )کتاب سیالۍ چې څه موده وړاندې ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: له یادې سیالۍ څخه موخه د مطالعې دود عام کول او د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول وبلل او ویې ویل: د دغې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته موبایلونه او تر لسم مقام ګټونکو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
دغه راز د سیالۍ ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او د ورته سیالیو جوړول یې د ځوان نسل لپاره د علمي او فکري پیاوړتیا راز وبلل.

۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS