د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۵۴
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د ياد معینیت د معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۳۵۰ ټوکه صادر شویو کتابونو او د ترافیکي قوانینو د بروشورونو چاپ او له چاپ وړاندې د اړوندو کتابونو او اثارو په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۵ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي په ننګرهار کې له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر په ملتیا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

کونړ کې خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

BACK TO NEWS