د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي په ننګرهار کې له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر په ملتیا د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند مملي باغ له تاریخي سیمې او د ښېوې ولسوالۍ اړوند د ناکامورا له سیاحتي او تفریحي پارک څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي اسد وویل: هڅه به وشي چې په یاده سیمه کې سیلانیانو ته د تفریح په موخه امکانات برابر شي. نوموړي همدارنګه د مملي باغ د تاریخي دیوال د ترمیم او بیارغونې یادونه هم وکړه.
دغه راز یاد پلاوي د ښېوې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ناکامورا له سیاحتي او تفریحي پارک څخه هم لیدنه وکړه او زیاته یې کړه؛ هڅې به وشي چې د ناکامورا په تفریحي پارک کې د سیاحت کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د یو باب جومات او د کانټینونو جوړولو زمینه هم برابره شي.
د یاد پلاوي د دې سفر موخه د تاریخي او سیاحتي سیمو د وضعیت ارزونه، د شته امکاناتو پېژندنه او د ګرځندوی سکتور د ودې په موخه د لازمو اسانتیاوو برابرول دي.
۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق
