بلخ کې د روضې مبارکې د بیارغونې  کمیټې ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۵
........

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار په مشرۍ د مبارکې روضې د بیارغونې  کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه. 
په دغې ناسته کې د ګډونوالو لخوا پرېکړه وشوه چې د دې تاریخي او فرهنګي آبدې د بیارغونې چارې به په څو پړاوونو کې عملي شي لومړۍ به یې هغه برخې او برجونه چې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي ترمیم شي، ورپسې به د اطلاعاتو او کلتور  وزارت اړوند د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست او همکارو بنسټونو په مرسته د روضې مبارکې د بیا رغونې بهیر د تاریخي اصل مطابق، په مسلکي او معیاري توګه ترسره شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د ګډونوالو لخوا ټینګار وشو، چې دا ودانۍ یوازې یوه مذهبي او تاریخي نښه نه، بلکې د ټول هېواد فرهنګي هویت او ملي شتمني ده، چې د ساتنې او رغونې لپاره به یې ټول اړونده اداراې په ګډه کار وکړي.

۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS