بلخ کې د روضې مبارکې د بیارغونې کمیټې ناسته وشوه
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار په مشرۍ د مبارکې روضې د بیارغونې کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د ګډونوالو لخوا پرېکړه وشوه چې د دې تاریخي او فرهنګي آبدې د بیارغونې چارې به په څو پړاوونو کې عملي شي لومړۍ به یې هغه برخې او برجونه چې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي ترمیم شي، ورپسې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست او همکارو بنسټونو په مرسته د روضې مبارکې د بیا رغونې بهیر د تاریخي اصل مطابق، په مسلکي او معیاري توګه ترسره شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د ګډونوالو لخوا ټینګار وشو، چې دا ودانۍ یوازې یوه مذهبي او تاریخي نښه نه، بلکې د ټول هېواد فرهنګي هویت او ملي شتمني ده، چې د ساتنې او رغونې لپاره به یې ټول اړونده اداراې په ګډه کار وکړي.
۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق
