ننګرهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۲۸
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامینو او حکمونو د لا ښه پلي کولو او عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو ترڅنګ د شېرزادو ولسوال، دیني علما‌ی کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبيح‌ اللّه نوراني وويل: له کلونو قربانۍ وروسته الله تعالی موږ ته د اسلامي نظام ستر نعمت راکړ، اوس مهال زموږ مسؤليت دی، چې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامينو او لارښوونو په عملي کولو سره د نظام بنسټونه لا پياوړي کړو، ځکه د دغو فرامينو موخه د ټولنې نېکمرغي، د ناوړه دودونو مخنيوی او د نارينه‌ او ښځو د شرعي حقونو تامين دی.
د شېرزادو ولسوال مولوي مرتضی خالد، د ځوانانو چارو آمر او د غونډې نورو ويناوالو د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامينو په پلي کېدو او د اسلامي نظام په پياوړتيا ټينګار وکړ او ویې ویل: د دغو فرامینو عملي کول پر هر مسلمان واجب دي، دغه فرامين د خلکو د سوکالۍ او د ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه صادر شوي دي، ټولنه کې عدالت پياوړی کوي او بې‌ شمېره خير او برکات لري.
په پای کې د غونډې ګډونوالو ته د اميرالمؤمنين د ۱۷ مه ګڼه فرمان په چاپي بڼه ورکړل شو او ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دغو لارښوونو د عملي کولو لپاره به د اسلامي امارت تر شا ولاړ وي.

۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي په ننګرهار کې له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر په ملتیا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

کونړ کې خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

BACK TO NEWS