په میدان وردګو ولایت کې (هغه غونډۍ چې د اشغال پر مهال پکې په زیات شمېر مجاهدین شهیدان شوي وو) د شهیدانو د غونډۍ په نوم ونومول شوه
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل کندهار په لویه لار هغه غونډۍ چې د اشغال پر مهال پکې په ډیر شمېر مجاهدین شهیدان شوي وو، د شهیدانو د غونډۍ په نوم ونومول شوه.
په همدې موخه په جوړ شوې غونډه کې د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي حبیب لله مجاهد، د نرخ ولسوال مولوي کفایت الله خالد ګڼ شمیر علماؤ کرامو، قومي مخورو او د شهیدانو کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي حبیب لله مجاهد وویل: زموږ د شل کلنې مبارزې او قربانیو موخه هېواد له اشغال څخه خلاصول او په بشپړه توګه د اسلامي نظام قایمول وو، اوسنی اسلامي نظام د هغو شهيدانو د قربانیو په برکت راغلی چې په تېر شل کلن جهاد کې یې خپل سرونه نظرانه کړل، اوس مهال غواړو د شهیدانو په یاد کې دغه غونډۍ د شهیدانو په نوم ونوموو او دغه غونډۍ به د دې ولایت د تاریخ، کلتور او ملت د میړانې سمبول وي.
ښاغلي مجاهد ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو ولسوالیو کې به ورته سپیڅلې سیمې د شهیدانو په نوم ونوموي او ترڅنګ به یې د شهیدانو په یاد منارونه جوړ کړي، ترڅو د تللو اتلانو تاریخ او کلتور راتلونکو نسلونه ته انتقال او د دوی یاد تل پاتي شي.
۱۴۴۷/۵/۵ هـ ق
