په میدان وردګو ولایت کې (هغه غونډۍ چې د اشغال پر مهال پکې په زیات شمېر مجاهدین شهیدان شوي وو) د شهیدانو د غونډۍ په نوم ونومول شوه

wasim_admin
Mon, Oct 27 2025 3:36 PM
..

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل کندهار په لویه لار هغه غونډۍ چې د اشغال پر مهال پکې په ډیر شمېر مجاهدین شهیدان شوي وو، د شهیدانو د غونډۍ په نوم ونومول شوه.
په همدې موخه په جوړ شوې غونډه کې د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي حبیب لله مجاهد، د نرخ  ولسوال مولوي کفایت الله خالد ګڼ شمیر علماؤ کرامو، قومي مخورو او د شهیدانو کورنیو غړو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي حبیب لله مجاهد وویل:  زموږ د شل کلنې مبارزې او قربانیو موخه هېواد له اشغال څخه خلاصول او په بشپړه توګه د اسلامي نظام قایمول وو، اوسنی اسلامي نظام د هغو شهيدانو د قربانیو په برکت راغلی چې په تېر شل کلن جهاد کې یې خپل سرونه نظرانه کړل، اوس مهال غواړو د شهیدانو په یاد کې دغه غونډۍ د شهیدانو په نوم ونوموو او دغه غونډۍ به د دې ولایت د تاریخ، کلتور او ملت د میړانې سمبول وي.
ښاغلي مجاهد ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو ولسوالیو کې به ورته سپیڅلې سیمې د شهیدانو په نوم ونوموي او ترڅنګ به یې د شهیدانو په یاد منارونه جوړ کړي، ترڅو د تللو اتلانو تاریخ او کلتور راتلونکو نسلونه ته انتقال او د دوی یاد تل پاتي شي.
۱۴۴۷/۵/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, May 09 2026 1:04 PM
Background image

A New Private Radio Station, “Paktia Jirga,” Begins Broadcasting in Paktia

Officials of the Paktia Provincial Directorate of Information and Culture have announced that a new private radio station, Paktia Jirga, has officially started broadcasting on 89.1 FM. . .

Sat, May 09 2026 12:59 PM
Background image

Annual Traditional (Anargul ) Poetry Gathering Held in Kandahar

The annual traditional (Anargul) Poetry Gathering was organized by the Directorate of Information and Culture of Kandahar Province in the presence of the Honorable Minister of. . .

Thu, May 07 2026 9:14 AM
Background image

Tourism and Hospitality Institute Signs MoU with Jirga Restaurant; Students Undertake Educational Visit

On Wednesday, 19 Dhul-Qa’dah 1447  The Tourism and Hospitality Institute, operating under the Tourism Research and Development Directorate of the Deputy Ministry for Tourism, Finance. . .

BACK TO NEWS