غزني کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۹:۲۹
....

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوناما دفتر په همکارۍ د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه سیمینار په جوړیدو کې د یوناما دفتر پلاوي له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ورته روزنیزو سيمينارونو جوړول د مطبوعاتي کارکوونکو د مسلکي او کاري ظرفیت د لوړولو لپاره اغېزمن رول لري.

د ښاغلي نثار په وینا مسؤلینو ته د سیمینارونو جوړول د حکومتولۍ د ښه والي او خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ګټورتمامېږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت وروسته د امارتي ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو د مسلکي روزلو لړۍ په جدي ډول تر کار لاندې ده.

۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS