امام ‌صاحب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۳۳
...

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت له خوا امام‌ صاحب ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، علماء کرامو، استادانو او زده‌ کوونکو ګډون کړی و.
د کندز د فرهنګ او هنر آمر د کتاب ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له ولسونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو معلوماتو د زیاتوالي لپاره مطالعه وکړي او خپل اولادونه د علم او زده ‌کړې لور ته وهڅوي.
د فرهنګ او هنر آمر په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې درې کتابتونونه فعال دي، چې له ۱۵ زرو څخه زیات بېلابېل عنوانونو درلودنکي کتابونه لري او هره ورځ د مطالعې مینه‌والو په مخ پرانستي وي او د دغه نندارتون له جوړولو څخه موخه د مطالعې فرهنګ پیاوړي کول او د ځوانانو مطالعې ته هڅول دي.
په ورته وخت کې د امام ‌صاحب ولسوالۍ علما‌ء کرامو، مشرانو او ځوانانو د دې اقدام هرکلی وکړ او د ورته نندارتونونو جوړولو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون امام صاحب ولسوالۍ کې لومړنی ترسره شوی نندارتون دی چې د یوې ورځې په موخه جوړ شوی و.
۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۶:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادی‌الثاني۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته لسګونه جهادي آثار وسپارل شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جهادي موزیم ته د مولوي احمد طه فاروقي د جهادي ‌ډلګۍ استازي ملا عبدالله خوریي، ۴۴ قلمه جهادي آثار چې مخابرې، نظامي توکي او مهمات پکې شامل وو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په کابل کې د ځوانانو د پیاوړتیا له روزنیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

دوشنبه(۱۴۴۸ د جمادی‌الثانی ۱۲مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست اړوند د ځوانانو د پیاوړتیا له مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د(UNFPA)  موسسې په مالي او د (WCC) د پروګرام پلي. . .

BACK TO NEWS