د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۱۹
..

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي الثاني ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه د ۱۰۰ ټوکه بېلابېلو عنوانونو درلودونکي او ۲۵۰ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او اړینې پریکړې ونېول شوې، دغه راز ۴۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
همدارنګه، د غونډې په پای کې د لیکوالانو د ستونزو او د کمېسیون اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دې اړه لازمې پرېکړې هم ونیول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي الثاني ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په نورګرام ولسوالۍ کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې لسګونو تنو پکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو یو شمېر آثار وسپارل شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو ساتنې موزیم ته د جهادي مشر ملا خدای نظر حاجي قهرمان د ډلګۍ له لوري د شهیدو شویو مجاهدینو ۱۱ عدده انفجاري او یو شمېر نور شخصي. . .

BACK TO NEWS