فاریاب کې د (فکري جګړې او پایلې يې) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۵
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو، فرهنګیانو او محصلینو ته د (فکري جګړې او پایلې يې) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو. 
په دغه سیمینار کې د فاریاب د اقتصاد رئیس مفتي فضل‌الهادي فاروق او د فرهنګي مبارزینو فعالو غړو وویل: نن ورځ د فکر او باور په ډګر کې د تیارو او رڼا ترمنځ جګړه روانه ده او د بریا لپاره یوازینۍ لاره فکري ویښتیا، فرهنګي پوهاوی، د علم او ایمان درلودل دي،  کلمات د ویښتیا وسایل دي، چې ذهنونه د ناپوهۍ او دوکې له بند څخه خلاصولی شي. 
دغه راز استاد ګلاب ‌الدین خلیل او استاد سید عبدالظاهر دیانتي په وار سره د فکري جګړې د وسایلو، د وخت ارزښت او د فرصتونو د سمې استفادې په اړه ویناوې وکړې او د ټولنې د خوندي ساتلو په موخه یې د فرهنګي نفوذ پر وړاندې د پوهاوي پر رول ټینګار وکړ.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې، ګډونوالو له ویناوالو سره په یو پرانیستي او علمي چاپېریال کې د پوښتنو او وړاندیزونو له لارې بحثونه وکړل او دغه علمي سیمینار د استادانو له روښانه ځوابونو او د ځوانانو په پراخ هرکلي سره پای ته ورسېد.

۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۲۰:۳۲
Background image

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په مشرۍ، د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق د بهیر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۹:۵۴
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئیس رسماً خپله دنده پیل کړه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوي رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې پکې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس مولوي احمدالله متقي، د ریاست آمرینو، خبریالانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه تعقیبي ارزونه او څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه. . .

BACK TO NEWS