د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه تعقیبي ارزونه او څارنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه تعقیبي ارزونه او څارنه وکړه.
د پروګرام په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي ریاست استازي او د یاد کمېسیون غړي انعامالله اماني د دغې سیمې د تېرو ارزونو او څارنو د پایلو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه تعقیبي ارزونه ترسره کړه. د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو مسؤلینو ته چې په تېرو ارزونو کې ورته د اصلاح سپارښتنې شوې وې، خو تراوسه یې عملي بڼه نه وه خپله کړې، یو ځل بیا لازمې سپارښتنې او اصلاحي لارښوونې ورته وشوې.
همدارنګه، هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې محتوا یې د اسلامي شریعت، ملي فرهنګ او د هېواد له رسمي ژبو سره په ټکر کې وو، د کابل ښاروالۍ د تنظیف څانګې له لوري پاکې او لرې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې ټولټال ۸۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې. همدارنګه، په تېرو پروګرامونو کې هم ۱۲۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې ثبت او ارزول شوې وې.
۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق
