محمد طاهر زهير: د خبريالانو وژنه، جنګي جنايت دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبريالانو پر وړاندې شته ګواښونه له انديښنې ډک وبلل او له اړوندو امنيتي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د دغو انديښنو په خاطر جدي او عملي اقدام ترلاس لاندي ونيسي.
د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په هېواد کې د خبريالانو پرله پسي وژنې د افغانستان په رسنيزه ټولنه کې زياتې انديښنې رامنځته کړي دي. په تيره يوه مياشت کې په هېواد کې ٥ خبريالان وژل شوي دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په هېواد کې د رسنيو ملاتړی دى، د دغه شان حالت پر دوام انديښمن دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې له اړوندو امنيتي بنستونو وغوښتل چې د خبريالانو د ځان د امنيت د تامين او رسنيو ته د کاري خوندي چاپيريال په رامنځته کولو کې اقدام وکړي.
زهير د خبريالانو د وروستيو وژنو په غندنې سره وويل: دغه راز وژنې د بشرى ضد جنايت بشپړ مصداق دى او له امنيتي بنسټونو د (کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست) څخه جدي غوښتنه او ټينګار کوو چې د خبريالانو د ځان د ساتنې په خاطراغيزمن تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي.
هغه د امنيتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه چې د خبريالانو فزيکي امنيت تامين شي.
محمد طاهر زهير دغه راز د ملي روغې جوړې له عالي شورا وغوښتل د خبريالانو د فزيکي امنيت مسلې ته دې د سولې په خبرو کې لومړيتوب ورکړي.
هغه دغه راز د بيان آزادۍ او د خبريالانو له ټولو ملاتړو بنسټونو او د افغانستان له نړيوالو ملاتړو چې د افغانستان په قضيو کې ښکيل دي وغوښتل د خبريالانو د ځان د ساتنې لپاره پر ډار اچوونکو فشار واچوي، ځکه خبريالان نه وسله وال دي او نه هم په جګړه کې ښکيل لوري، بلکې دوی د رسالت مندو په توګه د اطلاع رسونې په کار کې خپل مسووليت ترسره کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز له خبريالانو او رسنيو وغوښتل چې د خبريالانو د ځان د ساتنې په اړوند خپلې طرحې او نظريې له دغه وزارت سره شريکې کړي چې يوې مطلوبې پايلې ته د رسيدو په خاطر له امنيتي بنسټونو سره همغږې شي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق وويل: موږ له امنيتي بنسټونو سره خپلې طرحې همغږي کړي او هلې ځلي کوو چې په بيلابيلو طرحو او لارو چارو سره د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي او ګواښونه کچه ټيټه کړو.
هغه وويل: موږ د جګړې په حالت کې يوو دښمن هڅې کوې چې د خبريالانو او ملکيانو په وژنې سره خپله کمزورتيا او ناتواني پټه کړي.
د غونډې په پاى کې د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل شول.
کابل/ د مرغومي ٤ مه/ باختر
