محمد طاهر زهير: د خبريالانو وژنه، جنګي جنايت دى.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۱:۵۰
محمد طاهر زهير: د خبريالانو وژنه، جنګي جنايت دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبريالانو پر وړاندې شته ګواښونه له انديښنې ډک وبلل او له اړوندو امنيتي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د دغو انديښنو په خاطر جدي او عملي اقدام ترلاس لاندي ونيسي.

د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په هېواد کې د خبريالانو پرله پسي وژنې د افغانستان په رسنيزه ټولنه کې زياتې انديښنې رامنځته کړي دي. په تيره يوه مياشت کې په هېواد کې ٥ خبريالان  وژل شوي دي .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په هېواد کې د رسنيو ملاتړی دى، د دغه شان حالت پر دوام انديښمن دى .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په  يوه خبري غونډه کې  له اړوندو امنيتي بنستونو وغوښتل چې د خبريالانو د ځان د امنيت د تامين او رسنيو ته د کاري خوندي چاپيريال په رامنځته کولو کې اقدام وکړي.

زهير د خبريالانو د وروستيو وژنو په غندنې سره وويل: دغه راز وژنې د بشرى ضد جنايت بشپړ مصداق دى او له امنيتي بنسټونو د (کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست) څخه جدي غوښتنه او ټينګار کوو چې د خبريالانو د ځان د ساتنې په خاطراغيزمن تدبيرونه  ترلاس لاندې ونيسي.

هغه د امنيتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه چې د خبريالانو فزيکي امنيت تامين شي.

محمد طاهر زهير دغه راز د ملي روغې جوړې له عالي شورا وغوښتل د خبريالانو د فزيکي امنيت مسلې ته دې د سولې په خبرو کې لومړيتوب ورکړي.

هغه دغه راز د بيان آزادۍ او د خبريالانو له ټولو ملاتړو  بنسټونو او د افغانستان له نړيوالو ملاتړو چې  د افغانستان په قضيو کې ښکيل دي وغوښتل د خبريالانو د ځان د ساتنې لپاره  پر ډار اچوونکو فشار واچوي، ځکه خبريالان نه وسله وال دي او نه هم په جګړه کې ښکيل لوري،  بلکې  دوی د رسالت مندو په توګه د اطلاع رسونې په کار کې خپل مسووليت ترسره کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز له خبريالانو او رسنيو وغوښتل چې د خبريالانو د ځان د ساتنې په اړوند خپلې طرحې  او نظريې له دغه وزارت سره شريکې کړي چې يوې مطلوبې پايلې ته د رسيدو په خاطر له امنيتي بنسټونو سره همغږې شي.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  وويل: موږ له امنيتي بنسټونو سره خپلې طرحې همغږي کړي او هلې ځلي کوو چې  په بيلابيلو طرحو او لارو چارو سره د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي او ګواښونه کچه ټيټه کړو.

هغه وويل: موږ د جګړې په حالت کې يوو دښمن هڅې کوې چې د خبريالانو او ملکيانو په وژنې سره خپله  کمزورتيا او ناتواني  پټه کړي.

د غونډې په پاى کې د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل شول.

 کابل/ د مرغومي ٤ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی برای شاگردان در خوست

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست سیمینار آموزشی را با هدف آشنایی شاگردان با پیشرفت‌های کمپیوتر و تکنالوژی برای شاگردان مرکز آموزشی این ریاست راه‌اندازی کرد.
در این سیمینار، پیرامون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۴
Background image

نمایشگاه دو روزه و مسابقهٔ آثار هنری در بامیان برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بامیان نمایشگاه‌ دو روزه‌ و مسابقهٔ آثار هنری را در مرکز فرهنگی این ولایت برگزار کرد.
این مسابقه و نمایشگاه به آثار هنری نقاشی، خطاطی، حکاکی، شبکه‌کاری،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

برگزاری نمایشگاه کتاب جهت ترویج فرهنگ مطالعه در پروان

کتاب‌خانه عامۀ ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان به هدف ترویج و نهادینه ساختن فرهنگ مطالعه و قصه‌خوانی در میان کودکان نمایشگاه یک روزه کتاب و مسابقه قصه‌خوانی را میان کودکان برگزار کرد.. . .

BACK TO NEWS