د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له فرهنګي آتشو سره آنلاين غونډه وکړه
چهارشنبه ( ۲۷ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په بهرنيو هيوادونو کې له فرهنګي آتشو سره د ستونزو د حل او چارو د ښه والي په موخه آنلاين غونډه وکړه.
په یاده آنلاين غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د بهرنیو اړیکو رئيس محمد شفیق احمدزي، مالي او اداري رئيس محمد حنیف، په روسیې، چین، قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان او ازبکستان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې ښاغلي جمال صاحب د فرهنګي آتشو کړنې او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او زیاته یې کړه؛ راتلونکي کې به هم د ستونزو د حل په موخه ورته ناستې دوام ومومي.
فرهنګي آتشو هم په نوبت سره خپل نظريات، ستونزې او وړانديزونه شريک شول، چې د مالي او اداري رئيس محمد حنیف سیار له لوري ورته وضاحت ورکړل شو او د ستونزو د حل کولو ډاډ يې ورکړ.
۱۴۰۴/۵/۱ هـ ل
