د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له فرهنګي آتشو سره آنلاين غونډه وکړه

panah_admin
أربعاء, يوليو 23 2025 9:25 صباحا
...

چهارشنبه ( ۲۷ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت ‌الله جمال په بهرنيو هيوادونو کې له فرهنګي آتشو سره د ستونزو د حل او چارو د ښه والي په موخه آنلاين غونډه وکړه.
په یاده آنلاين غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت ‌الله جمال، د بهرنیو اړیکو رئيس محمد شفیق احمدزي، مالي او اداري رئيس محمد حنیف، په روسیې، چین، قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان او ازبکستان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې ښاغلي جمال صاحب د فرهنګي آتشو کړنې او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او زیاته ‌یې کړه؛ راتلونکي کې به هم  د ستونزو د حل په موخه ورته ناستې دوام ومومي.
فرهنګي آتشو هم په نوبت سره خپل نظريات، ستونزې او وړانديزونه شريک شول، چې د مالي او اداري رئيس محمد حنیف سیار له لوري ورته وضاحت ورکړل شو او د ستونزو د حل کولو ډاډ يې ورکړ.

۱۴۰۴/۵/۱ هـ ل

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 09 2026 12:55 مساء
Background image

انطلاق المشاعرة السنوية التقليدية «أنارگل» في قندهار

أُقيمت في ولاية قندهار
 المشاعرةُ الشعريةُ السنويةُ التقليدية «أنارگل»، بتنظيمٍ من رئاسة الإعلام والثقافة في الولاية، وذلك بحضور معالي وزير الإعلام والثقافة الشيخ شير أحمد حقاني.
وشارك. . .

خميس, مايو 07 2026 9:11 صباحا
Background image

توقيع مذكرة تفاهم بين معهد السياحة والفندقة ومطعم جرگه وتنظيم زيارة علمية للطلبة

الأربعاء (19 ذو القعدة 1447هـ)، تمّ توقيع مذكرة تفاهم للتعاون المشترك بين معهد السياحة والفندقة التابع لرئاسة البحث والتطوير السياحي، في إطار وكالة الشؤون السياحية والمالية والإدارية. . .

أربعاء, مايو 06 2026 1:14 مساء
Background image

افتتاح جناح مكتبة البيهقي في بدخشان

افتُتح في ولاية بدخشان جناحُ مكتبة «البيهقي»، بمبادرةٍ من رئاسة كتابة القرآن الكريم ونشر كتب البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، وذلك بحضور عددٍ من مسؤولي الدوائر الإمارتية. . .

BACK TO NEWS