جوزجان کې لسګونه تنه ځوانان له فريلانسېنګ پروګرام څخه فارغ شول
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: په مرکز شبرغان او آقچې ولسوالۍ کې د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو د پراختيا مرکزونو کې د آنلاين سوداګرۍ (فریلانسېنګ) له درې مياشتني زده کړه ييز پروګرام څخه ۷۵ تنه ځوانان فارغ شول.
د ځوانانو چارو د آمر په وينا؛ له دې ډلې ۵۰ تنه په شبرغان کې د ځوانانو د سوداګریزو استعدادونو د پراختیا له مرکز څخه او ۲۵ تنه نور د آقچې ولسوالۍ له ښوونيز مرکز څخه فارغ شوي، چې په درې میاشتني پروګرام کې یې د آنلاین بازارونو لپاره اړین مهارتونه زده کړي دي.
د دغو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیفالدین معتصم، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله حمزه او په جوزجان کې د اکټید ولایتي دفتر رئیس قاري امان الله امین د نوې ټکنالوژۍ د زده کړو په برخه کې د ځوانانو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، دوی وویل: آنلاین سوداګري یا فریلانسېنګ د ځوانانو لپاره دننه هېواد کې د کار نوي فرصتونه برابروي او له نړیوالو بازارونو سره د اړیکو زمینه برابروي.
یو شمېر فارغ شویو ځوانانو د دې اغېزمن پروګرام له جوړولو مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق
