جوزجان کې لسګونه تنه ځوانان له فريلانسېنګ پروګرام څخه فارغ شول

panah_admin
Sun, Jul 20 2025 4:27 PM
....

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: په مرکز شبرغان او آقچې ولسوالۍ کې د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو د پراختيا مرکزونو کې د آنلاين سوداګرۍ (فریلانسېنګ) له درې مياشتني زده کړه ييز پروګرام څخه ۷۵ تنه ځوانان فارغ شول.
د ځوانانو چارو د آمر په وينا؛ له دې ډلې ۵۰ تنه په شبرغان کې د ځوانانو د سوداګریزو استعدادونو د پراختیا له مرکز څخه او ۲۵ تنه نور د آقچې ولسوالۍ له ښوونيز مرکز څخه فارغ شوي، چې په درې میاشتني پروګرام کې یې د آنلاین بازارونو لپاره اړین مهارتونه زده کړي دي.
د دغو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله حمزه او په جوزجان کې د اکټید ولایتي دفتر رئیس قاري امان ‌الله امین د نوې ټکنالوژۍ د زده ‌کړو په برخه کې د ځوانانو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، دوی وویل: آنلاین سوداګري یا فریلانسېنګ د ځوانانو لپاره دننه هېواد کې د کار نوي فرصتونه برابروي او له نړیوالو بازارونو سره د اړیکو زمینه برابروي.
یو شمېر فارغ شویو ځوانانو د دې اغېزمن پروګرام له جوړولو مننه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Mon, Jun 08 2026 12:11 PM
Background image

Top Participants Honored in Competition on Decree No. 17

The Department of Information and Culture of Kapisa Province, in collaboration with the Tanwir Intellectual and Cultural Organization, organized a competition among 1,000 students from. . .

BACK TO NEWS