د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي رئيسانو ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کلنۍ ارزيابۍ ښوونيز پروګرام ترسره شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۲۶
....

یکشنبه ( ۳ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د رياست الوزراء عالي مقام د (۱۵۴) ګڼې هدايت په اساس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لوري په ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت کې د معين صاحب ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په سرپرستۍ د مرکزي رياستونو رئيسانو ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کلنۍ ارزونې ښوونيز پروګرام جوړ شو.
د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقيب الله نعمان د کارکوونکو د کلنۍ ارزيابۍ په اړه چمتو شوی پرېزنټيشن رئیسانو ته وړاندې کړ، چې د کلني پلان، د ارزيابۍ د مراحلو، د ارزيابۍ د فورمو او نورو اړوندو چارو په اړه پکښې معلومات راټول شوي وو.
د یاد پروګرام په ترڅ کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي مولوي قدرت الله جمال وویل: د پلان له مخې اداري کارونه مخته وړل ښه نتيجه لري، د ریاست الوزراء مقام د اداري معاونيت له لوري د ټولو ادارو کارونه وېشل کېږي، تر څو تداخل وظیفوي رامنځته نشي، هره اداره د خپلې لايحې وظایف له مخې خپل کارونه مخته وړي، چې هر کال يې د کارکوونکو کلنۍ ارزيابي ترسره کېږي، د دې لپاره چې د ادارو او کارکوونکو لاسته راوړنې معلومې او کم کارۍ له منځه يوړل شي.
پروګرام د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۴/۴/۸ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS