پنجشېر کې (له کتاب سره سفر) تر سرلیک لاندې فرهنګي پروګرام جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۲۳
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (له کتاب سره سفر) تر سرلیک لاندې فرهنګي پروګرام د دې ریاست اړوند عامه کتابتون کې د لسګونو ځوانانو په شتون کې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده د دې پروګرام تر سره کولو څخه موخه د مطالعې لور ته د ځوان نسل هڅول، د مطالعې دود غښتلی کول او د کتاب او مطالعې په واسطه ځوانانو ته لارښوونه کول یاد کړه.
ښاغلي ملکزاده وویل: د ځوانانو په پیاوړتیا کې مطالعه، فکري ودې ته زمینه برابرول او ټولنیز پوهاوی مهم رول لوبوي.
د یاد فرهنګي پروګرام ګډون کوونکو ځوانانو د پروګرام جوړولو له امله د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه او د ولسوالیو په کچه يې د ورته نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS