نیمروز کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۶/۹/۱۴۴۶ نیټې د (۱۷ مې) ګڼې فرمان چې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدو پرمهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په تړاو صادر شوی دی، د بېلابېلو اړخونو په اړه يې د پوهاوي لوړولو لپاره علمي سمینار د علماي کرامو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو، د یاد ولایت د امارتي ادارو رئيسانو او ځوانانو په ګډون ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د سمینار موخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د شریعت خلاف د ډیرو لګښتونو او دودونو مخنیوی ياد کړل.
همداراز د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې استاد او د سمینار وړاندې کوونکی مولوي امان الله امیني د مقدس شریعت په رڼا کې په ځینو مراسمو کې د ناسمو دودونو او کړنو په ځانګړي توګه د حج څخه د راستنېدو په وخت کې د بي ځایه زیاتو لګښتونو اړوند د یاد فرمان د ارزښت او اغیزمنتوب په اړه معلومات وړاندې کړل.
۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق