رسنۍ د ټولنې هنداره ده، بايد په دقت او امانت دارۍ سره پېښې منعکسې کړي

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو، د رسنيو له مسؤلينو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
د سمنګان مرستیال والي مولوي داد خدا خادم د ناستې پر مهال رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پل وباله او ويې ويل: خبريالان بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طرزالعملونو مطابق کار وکړي او د ټولنې د ستونزو او اړتياوو په انعکاس کې صداقت، بې طرفۍ او مسؤليت ته پام وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروزالدين منيب هم له خبريالانو څخه د ملاتړ ښکاره کولو تر څنګ وويل: رسنۍ د ټولنې هنداره ده، بايد په دقت او امانت دارۍ سره پېښې منعکسې کړي.
د ناستې په ترڅ کې د خبريالانو د مصونيت د کمېټې استازي هم د خبريالانو پر وړاندې ستونزو ته په اشارې سره له ټولو اړخونو د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هـ ق