د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهېر د لاښه کېدو په موخه د اړوند شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو سره د مرکز او ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهېر په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د سیاحتي شرکتونو فعالیتونه یې مثبت وارزول.
نوموړي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره پوره همکاره دی او د دوی د چارو د لا ښه کېدو په موخه به لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
په ورته وخت کې د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د خپلو فعالیتونو په اړوند یې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.
د ویلو وړ ده، چې د ناستې په ترڅ کې ښاغلي جمال د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په وړاندیزونو به یې غور وشي.
۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق
