دایکندي کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د فرمان د تشریح په اړه د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۴۶
...

د دایکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د عالیقدر اميرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان چې د ناوړه رواجونو او بې ځایه لګښتونو په اړه صادر شوی دی، د تشريح او همږغۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري آغا ولي قریشي  په دې غونډه کې د ټولنې له ناوړه رواجونو په ځانګړي ډول د واده د مراسمو، د فاتحو او له حج او عمرې څخه د بېرته راګرځېدو د مراسمو د مخنیوي په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
نوموړي د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل، چې د عامه پوهاوي لپاره د خپلو رسنيو له لارې د دې فرمان په اړه دوامداره خپرونې جوړې کړي، تر څو په ټولنه کې له ناوړه رواجونو څخه مخنیوی وشي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS