بغلان کې د کتاب نندارتون جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۴۴
....

دغه نندارتون د بغلان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري دې ولایت مرکز اړوند شمرق تاریخي سیمه کې د مطالعې دود غښتلی کولو او د کتاب لوستلو لور ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړ شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دې ننداتون پرانیستلو پر مهال وویل: د مطالعې دود غښتلی کول، د دې ریاست له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دی، ځکه ننني عصر کې مطالعه د فکري ودې او د ټولنې د پرمختګ اساسي وسیله ده، هڅه کوو، چې د مطالعې مینوالو ته لا ډېر فرصتونه برابر کړو.

د عامه کتابتون مدیر وویل: دغه نندارتون د شمرق لېسې په همکارۍ جوړ شوی، چې لسګونو ښوونکو، زده کوونکو او د مطالعې مینوالو پکښې ګډون وکړ، دې ننداتون کې سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي  او تمه ده چې راتلونکې هره میاشت کې د پلخمري ښار او ولسوالیو کې دا ډول نندارتونه جوړ شي.

د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوالو د دې نندارتون جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ډول نندارتونونو د دوام او زیاتوالي غوښتونه يې وکړه.

۱۴۴۶/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS