پروان کې د کتاب لوستنې ځانګړې اونۍ د کتاب په نندارتون جوړولو سره ولمانځل شوه
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د کتاب لوستنې ځانګړې اونۍ د لمانځلو په موخه د کتاب درې ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکښې د عامه کتابتون له لوري زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي یاد نندارتون او د کتاب لوستنې ارزښت ته په اشارې سره وویل: کتاب د ټولنې د پرمختګ مهمه وسیله ده، مطالعه کول یې د انسان ذهن پراخوي، په ذهن کي نوی نوښت او مثبت بدلون راولي، د کتاب دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې په دې نندارتون کې د عامه کتابتون لخوا شاوخوا زر ټوکه کتابونه د مطالعې مینوالو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي، ترڅو ځوان قشر د مطالعې سره لیوالتیا پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ریاست له لوري د اختر په شپو او ورځو کې هم د کتاب لوستنې یو ورځینی نندارتون د ګل غونډې په تفریحي سیمه کې جوړ شوی و.
۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ ق
