اخبار
دره نور ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري په دره نور ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تنو ځوانانو د امارت پېژندنې کتاب کې ازموینه اخېستل شوې وه چې پايلې يې اعلان شوې.
د. . .
پروان کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سالنګ ولسوالۍ د بیلابیلو ښوونځیو او مدارسو له ۵۰۰ تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ، د آزموینې پایلې اعلان،. . .
د فارياب ګرزيوان کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول
د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د پوهنې رياست په همږغۍ په ګرزيوان ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د امارت پېژندنې سيالۍ ترسره کړې وه، چې پايلې يې د. . .
له کتاب پلورنځيو د راټولو شوو ممنوعه کتابونو بديل ورکول کيږي
چهار شنبه ( ۲۰ د ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري له کتاب پلورنځيو څخه د راټولو شوو ممنوعه کتابونو په بدل کې کتاب پلورونکو او خپرندويه. . .
غزني کې د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د دريم سلطان مسعود ماڼۍ ورغول شو
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د غزنويانو د دورې د دريم سلطان مسعود تاريخي ماڼۍ بیارغونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار چې. . .
سرپل کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له ښوونيز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ او سندونه يې ترلاسه کړل.
د يادو ځوانانو د فراغت په. . .
زابل کې له خبريالانو، د رسنيو استازو او ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د زابل ولايت د مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس په مشرۍ له خبريالانو، د خصوصي رسنيو له استازو او د امارتي ادارو له ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام د. . .
د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د غونځي ګل مشاعره ترسره شوه
د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت لخوا د احمد ابا ولسوالۍ خواجه علي (رح) په تاریخي بڼ کې د ګڼ شمېر شاعرانو، نعت خوانانو او ادیبانو په شتون کې د غونځي ګل. . .
د هنر او کلتور معین جنګلک کې د فرهنګي او مسلکي زده کړو له انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه
سه شنبه ( ۱۹ د ربيع الثاني ۱۴۴۶) د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د اغا خان فرهنګي سازمان د فرهنګي او مسلکي انسټیټیوټ له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د ياد سازمان د فرهنګي. . .
