د یوناما ځانګړي سلاکار له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه
د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د مشرتابه ځانګړي سلاکار عزت محمد د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست څخه لیدنه وکړه، چې د ليدنې پرمهال د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر، د وزارت مقام د بهرنيو اړيکو رئيس شفیق احمدزي او د هنر او فرهنګ معينيت سلاکار هم ګډون درلود.
په دې ليدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د لیکوالانو د هڅونې په موخه د غونډو جوړولو، د ملي او نړیوالو نندارتونونو پر تنظیم، د کتاب لوستنې کلتور په دودولو کې د رسنیو پر ونډې او د عامه کتابتونونو له ریاست سره پر دوامداره همکاریو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې د یوناما ځانګړي سلاکار د مرکزي عامه کتابتون له هغو دوو تالارونو څخه هم لیدنه وکړه، چې په دې وروستیو کې د ترکيې د همکارۍ او همږغۍ ادارې (ټیکا) په مالي مرسته رغول شوي دي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۶ ق
